د کډوالو ټولنیز فعال سید «فرید معصومی» د فارس خبری اژانس د افغانستان وېبپاڼې خبریال سره په خبرو کې په ایران کې د مېشتو افغانستانی کډوالو د کډوالۍ د یوولسم پړاو کارتونو د وخت پاى ته رسېدو په اړه وویل: دا کارتونه د روان لمریز کال د غبرګولی میاشتې تر 31مې نېټې اعتبار لری، دا په داسې حال کې ده، چې یوازې څو ورځې د دې کارتونو د تمدید لپاره پاتې دی، تېر کال د غویی میاشتې له پنځمې نېټې څخه د دا ډول کارتونو د تمدید لپاره کار پیل شو، چې څو میاشتې یې دوام وکړ.
معصومی د کډوالۍ کارتونو د وخت له پاى ته رسېدو وروسته افغانستانی کډوالو ته راپیدا کېدونکو ستونزو ته په اشارې زیاته کړه: د کډوالۍ د کارتونو نه تمدیدول کډوالو ته ستونزې پیدا کوی. د اعتبار نېټه د کارتونو پر لومړی مخ لیکل شوې او کډوال، چې کله کومې ادارې ته مراجعه کوی، نو د دې ادارو کار کوونکی به ورته خدمتونه نه وړاندې کوی.
نوموړى وایی: ډېرى خدمتونه لکه بانکونو ته مراجعه، په ښوونځیو نوم لیکنه او په روغتونونو کې د روغتیایی بیمې خدمتونه د کډوالۍ کارتونو له مخې ترسره کېږی، خو د دې کارتونو د اعتبار مودې له پاى ته رسېدو وروسته، لرونکی یې له یادو خدمتونو نه شی برخمن کېداى.
معصومی زیاتوی: هغه کسان، چې د ټولنیزې بیمې درلودونکی دی، د کډوالۍ کارتونو د وخت پوره کېدو سره، ورته د کار کولو کارتونه نه ورکول کېږی او همدارنګه نشی کولاى د ټولنیزې روغتیایی بیمې له خدمتونو ګټه پورته کړی.
د کډوالو ټولنیز فعال د دې په بیانولو سره، چې ممکن د کډوالۍ د کارتونو وېش په ځنډ پیل شی، وویل: ولایتونو او ولسوالیو ته د کډوالو د عمومی ادارې له لوری د مکتوبونو تر لېږلو وروسته به د کډوالو کارتونه تمدید کړاى شی.
/پای/