• آب و هوا
  • فلزات گرانبها
  • ارز (افغانی)
له ایران څخه افغانستان ته د تیل او ګازو صادرات به راتلونکې اونۍ بیا پیل شی
تاریخ:۱۵:۰۵ - ۱۴۰۰/۰۸/۱۷ کدخبر: ۱۴۰۰۰۸۱۷۰۰۰۴۳۹
د افغانستان او ایران د ګډې خونې د مشر په وینا، افغانستان ته د ایران د تیل او ګازو صادرات د ځینو شته مشکلاتو له امله بند پاتی وو، راتلونکی اونۍ به د سره پیل کیږی.

میران جان سلیمان خیل د افغانستان او ایران د ګډې خونې مشر د فارس خبری آژانس افغانستان سایت خبریال سره په خبرو کې وویل: د څه وخت راهیسی افغانستان د ایران تیل او ګازو صادرات د ځینو دلایلو له امله بند پاتې وو چی د ایران اسلامی جمهوریت مسئولینو سره په خبرو کې هغوی اعلان کړی دی چی راتلونکې اونۍ به افغانستان ته د ایران صادرات د سره پیل شی.

دا په داسی حال کې ده چی د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونه مخکې اعلان کړی وو چی د دریو میاشتو راهیسی، ددی هیواد صادرات د چابهار بندر څخه درېدلی دی.

د افغانستان سوداګرۍ او پانګونې خونه مسئولینو خبرو په اساس، د هند نوا شیوا په بندر کې د فنی مشکلاتو له امله، تجاران نشی کولای چی خپل توکې د چابهار بندر له لاری صادر کړی.

د پیغام پای/ 

نظرات
دیدگاه های ارسال شده توسط شما، پس از تایید توسط خبرگزاری فارس در وب سایت منتشر خواهد شد پیام هایی که حاوی تهمت یا افترا باشد منتشر نخواهد شد پیام هایی که به غیر از زبان فارسی یا غیر مرتبط با خبر باشد منتشر نخواهد شد
لطفا پیام خود را وارد نمایید.
پیام شما با موفقیت ثبت گردید.
لطفا کد اعتبارسنجی را صحیح وارد نمایید.
مشکلی پیش آمده است. لطفا دوباره تلاش نمایید.
آخرین اخبار پربازدیدترین اخبار